د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس په شام کې له امریکا سره پر همکارۍ سلا شوی


د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف له خپل امریکايي سیال جان کېري سره روغبړ کړي
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف له خپل امریکايي سیال جان کېري سره روغبړ کړي

روس سلا شوی چې په شام کې به د پوځي عملیاتو په لړ کې د امریکا سره همکارۍ ته وده ورکوي دا له هغه وروسته ده چې د امریکا دفاع وزارت پر روس باندی په شام کې د امریکا پلوي اپوزیشن ځواکونو په نښه کولو تور لګولی وو.

د روس دفاع وزارت دا اعلان پرون د دواړو هېوادونو د اعلا پوځي چارواکو ترمنځه د ویډیوي کانفرنس نه پس اوکړو.

په عېن حال حال کې د امریکا دفاع وزارت ویاند پیټر کوک دغه وډیوي کانفرنس غېرمعمولي وګرځاوه او وی ویل چې په دې موقع امریکايي چارواکو د روانې میاشتې د ۱۶ مې نیټې په برید سخته اندیښنه څرګنده کړه.

پیټر کوک د تېر خالي په ورځ وویل چې د روس لخوا هوايي بریدونه ددې باوجود ترسره شوي چې امریکا د روسي ځواکونو د خبرولو هڅه کړی وه او هم له دې وجې د امریکا او اتحادیانود حفاظت اندیښنې یې راپورته کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG