د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روس د بهرنیو چارو وزیر شام ته تللی دی


د روس د دفاع وزیر سرګي شویګو په یو ناڅاپي سفر د شام پلازميني دمشق ته رسیدلی دی. نوموړي دغلته د شام له ولسمشر بشار الاسد سره لیدلي دي.

د شام سرکاري تلویزون خبر ورکړ چې دواړو لورو په خپلو کې د پوځي او فني همکاریو او له ” ترهګرو“ سره د جګړې پر مسلو خبرې وکړې.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند ( پیټر کوک ) تیره ورځ وویل چې امریکايي پوځي چارواکو له روسیي چارواکو سره د یو ویډیويي کنفرانس له لارې د التناف په پوځي اډه کې پر هغو ځواکونو د برید په اړه اندېښنه ښودلې چې نړیوال ایتلاف یې ملاتړ کوي.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي ، روسي الوتکو د زيات په ورځ پر هغو ځواکونو چې په عراق او شام کې د داعش پر ضد د جګړې د هم غږۍ لپاره راټول شوي وو حمله کړې ده.

مسکو د بشار الاسد د رژیم مهم ملاتړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG