د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بریتانیا پارلېمان یوه غړې ووژل شوه


د برتانیا پارلېمان او لېبر ګوند یوه غړې په برید کې تر ټپي کېدو وروسته مړه شوې.

۴۱ کلنه جو کاکس د پنجشنبې په ورځ د غربي یارکشایر له لیډز ښار سره نېږدې وویشتل شوه او بیا په چاقو ووهل شوه.

په برید کې یو ۷۷ کلن کس هم سرسري ژوبل شو. پولیس وايي، تر پېښې وروسته یې یو ۵۲ کلن مشکوک کس نیولی او دا چې له حملې سره په تړاو د بل چا په لټون نه دي.

د پېښې له ځای سره د یوې چایخانې مالک کلارک روتوېل بي بي سي ته وویل، باوري دی چې جو کاکس څو ډزه ویشتل شوې او په چاقو وهل شوې.

ده وویل، وسله وال هغې ته ((ورنېږدې شو او له سر سره شاوخوا یې وویشته.)) دې عیني شاهد زیاته کړه چې ((په عین وخت کې وسله وال هغه په چړو هم وهله.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG