د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سمیع الحق حقاني مدرسې ته ۳۰ کروړه روپۍ ورکوو. شاه فرمان


د خېبر پښتونخوا یو وزیر شاه فرمان صوبايي اسمبلۍ ته ویلي چې د دوی حکومت په دیني مدرسو کې لاسوهنه نه بلکې د هغوی مالي مرستې کوي او یوازې د نوښار حقاني دارالعلوم ته یې د راتلونکي کال مالي بجټ کې ۳۰ کروړه روپۍ اعلان کړې ده.

د زیارت په ورځ د جمعیت العماء اسلام (ف ډلې) پارلماني غړي مولانا لطف الرحمن د یوې پوښتنې په ځواب کې صوبايي وزیر وویل، د اوقاف محکمه د صوبې له بېلا بېلو دیني مدرسو سره مالي مرستې کوي چې تر ټولو زیات یې د مولانا سمیع الحق دارالعلوم حقانیې ته اعلان شوې دي.

(دا مالي مرسته د مذهبي او اوقاف وزارت سپارښتنې دي، چې دا پیسې به جوماتونو ته هم ورکول کېږي او وړو مدرسو ته به هم ورکول کېږي. او دا به د هغوی ضرورتونو ته په کتو ورکول کېږي. دا وخت د ۳۰ کروړه روپیو سپارښته شوې چې د دوو کلونو په موده کې به ورکول کېږي.)

مولانا سمیع الحق د حقانيه مدرسې مشر
مولانا سمیع الحق د حقانيه مدرسې مشر

د خېبر پښتونخوا اوقاف او مذهبي چارو وزیر حبیب الرحمن مشال راډیو ته وویل، چې دی له حقاني مدرسې سره له مالي مرستو خبر نه وو او دغه اعلان د وزیر اعلا پروېز خټک په یوه غونډه کې کړی وو چې اوس یې په بجټ کې څرګند کړ.

(دا درې سوه میلیونه روپۍ دی چې ۱۵۰ میلیونه روپۍ یې ورکړي دي، وړاندې هم دوی زموږ د حکومت په لومړي کال ۱۶ میلیونه روپۍ راکړې وې او په دویم کال یې ۱۹ میلیونه روپۍ راکړې وې او په درېیم وار یې ۵۰ میلیونه روپۍ راته ایښې وې خو یوه روپۍ یې هم جاري نه کړه. موږ سکیمونه هم منظور کړل خو یوه پیسه یې را نه کړه.)

د خېبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو مشر او د جمعیت العماء اسلام پارلماني مشر مولانا لطف الرحمن مشال راډيو ته وویل، دی له دیني مدرسو سره د مالي مرستو په حق کې دی خو په مدرسو کې یې حکومتي لاسوهنه وغندله.

(د ازان پابندي یې پر لګولې ده، خلک له مدرسو نیسي، چاپې پر وهي، بې ګناه خلک دغه حکومت په کوم بنیاد نیسي. یو خوا د هغوی بې عزتي کوي او بلخوا وايي چې مرستې ورکوو. دغه مرستې په اوړو کې د مالګې هومره هم نه دي.)

د خېبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې مخالفو ګوندونو عوامي نېشنل پارټۍ، پاکستان پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ ن پر صوبايي حکومت نیوکې وکړې چې د بجټ لویه برخه یې د صوبې یوڅو ضلعو ته ځانګړې کړې ده او د نورې صوبې لویه برخه یې له بجټه او پانګې محرومه ساتلې ده.

XS
SM
MD
LG