د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تورخم کې نن پر پینځمه ورځ هم ګرځبندیز دی


د قبایلي سیمې خېبر امنیتي چارواکي وايي، په تورخم کې ګرځبندیز دی او تګ راتګ په پینځمه ورځ هم بند دی.

امنیتي چارواکو د جمعې پر سهار مشال راډیو ته وویل، په اسلام اباد او تورخم کې د پاکستان او افغان چارواکو تر لیدو وروسته اوربند برقراره دی خو لار تړل شوې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي، ژوند یې لا هم عادي حالت ته نه دی ستون شوی او په تورخم کې کاروبارونه او سرکاري دفترونه تړلي دي.

دوی زیاتوي، د تورخم دواړو خواو ته ګڼ مال وړونکي ګاډي ولاړ دي. څو ورځې مخکې په تورخم کې د پاکستان له خوا د دروازې جوړولو پر سر کړکېچ پیدا شو او د پاکستانیو او افغان امنیتي سرتېرو تر منځ نښتې وشوې چې پکې دواړو خواو ته مرګ ژوبله واوښته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG