د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوازه خېله کې د پاکستانیو پوځیانو خلاف ولسي احتجاج او هړتال


په سوات کې پاکستاني پوځیان ګشت کوي
په سوات کې پاکستاني پوځیان ګشت کوي

د خېبر پښتونخوا سېلاني سیمې سوات په خوازه خېله کې نن د پاکستاني پوځ پرضد ټول بازار په احتجاج کې تړل شوی دی.

د سوات خوازه خېلې بازار صدر سجاد خان په وینا تېره ورځ (شورو/چارشنبه) پوځي ځواکونو د بازار پر ولس او دوکاندارانو هغه وخت تشدد وکړ او هغوی یې په کوتکو ووهل کله چې هغوی د بجلۍ لوډشېډینګ پرضد احتجاجي مظاهره کوله.

د نوموړي وينا ده چې د پاکستان پوځ چارواکو دغه تشدد کې عام خلک، او ان داچې زنانه او دکانداران يې هم په کوتکو وهلي دي.

سجاد خان له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د پاکستان پوځ له جګپوړو چارواکو سره خبرې راونې دي او هغوی ته بارور ورکړل شوی چې په پېښه کې د ذمه وار پوځي چارواکو پرضد به کارروايي کوي.

بلخوا په سوات کي د پوځ وياند کېپټن قمر وويل چې دا د بجلۍ کمي پرضد د ولس یو احتجاج وو، په دې کې د پوځ هېڅ کار نشته.

XS
SM
MD
LG