د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تورخم نښته کې ژوبل پاکستانی مېجر چنګېزي ومړ


په خیبر کې د پاکستانیو ملېشو یوه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي دي چې بېګا ماښام د پاکستان او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځه په جګړه کې ژوبل شوی مېجر علي جواد چنګېزي نن سېشنبه د پیښور په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

پر تورخم له بیګانۍ نښتې درې پاکستاني سرتېري ژوبل شوي ول. په تورخم کې ګرځبندیز دی او د جګړې تمېدلو راپورونه دي خو دواړو غاړو ته په لوی شمېر کې امنیتي ځواکونه ترسترګو کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG