د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندز کې افغان ځواکونو شفق عملیات پیل کړل


په کندز ولایت کې د پامیر شلمې فرقې قوماندان محمد اکرم سامع نن دوشنبه رسنیو ته وویل چې د شفق عملیاتو هدف دا دی چې د کندز ټولې لويي لارې د وسله والو طالبانو له شتون او ګواښونو پاکې کړي.

نوموړي وویل، چې د دې عملیات له پیل سره به د کندز – بغلان او د کندز – تخار لويي لارې هم د وسله والو طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي.

دا عملیات په داسې حال کې پیلیږي چې د کندز سیمه ییزو چارواکو تر دې وړاندې ویلې چې دکندز سقوط له کبله اوس مهال وسله وال طالبان په درنو او سپکو وسلو باندې سمبال شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG