د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم بیا د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ نښته پيل شوه


د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوږياڼي مشال راډيو ته ويلي چې د دوشنبې په مازیګر شاوخوا څلور بجې پاکستانيو ملیشو یو وار بيا د افغان سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه پيل کړل چې هممهاله نښته رامنځته شوه.

خوږياڼی وايي، نښته اوس هم روانه ده خو په خبره يې ډيره شدیده نه ده او خال خال ډزې روانې دي.

د سرحدي پولیسو مسولین وايي پاکستانيو ځواکونو له وړاندې جګړې ته اراده درلوده ځکه دوه ورځې وړاندې يې د ډیورنډکرښې صفري نقطې ته درنې او سپکې وسلې لېږدولې وې. خو په کابل کې د پاکستان سفارت ویاند اختر منیر مشال راډيو ته ویلي چې دوه ورځې وړاندې یې افغان حکومت ته خبر ورکړی و چې د پاکستان ـــــ افغانستان ترمنځ پر غځېدلې پوله د افغان ځواکونو له لوري د برید کېدو امکان دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG