د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنګله دیش پولیس ۹۰۰ مشکوک کسان نیولي


د بنګله دیش پولیس وایي، له یو لړ خونړیو بریدونو وروسته یې نهه سوه کسان نیولي دي. پولیسو د سختدريځو پرضد له پرونه عملیات پیل کړل.

په بنګله دیش کې د تیرو څو کلونو په ترڅ کې د سکولر بلاګ ليکونکو ،پوهانو او د مذهبي اقليتي غړو په ګډون شاوخوا ۴۰ کسان په بريدونو کې وژل شوي دي.

په دې کې وروستۍ پېښه د جمعې په ورځ رامخې ته شوې چې په کې د هندوانو د خانقا يو کارکونکی د يو شمېر کسانو لخوا په حمله کې ووژل شو.

دغه عمليات د مشکوکه مجرمينو پرضد هم روان دي خو پوليس وايي هدف يې د ترهګرو شبکې له منځه وړل دي.

د بنګله دیش حکومت وایي، په هېواد دننه وسله وال چې د ځینو اپوزيشن ګوندوونو او له جماعت اسلامي سره تړاو لري، هڅې کوي چې هېواد بې ثباته کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG