د بلوچستان حکومتي ویاند وايي، په هدفي وژنو کې د ککړو کسانو پر ضد به ژر عملیات پیل کړي.
انوار الحق کاکړ تېر مازیګر مشال راډيو ته وویل، د کوټې لا کالج پرېنسیپل امان الله اڅکزي تر وژنې وروسته د صوبايي کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د هدفي وژنو مخنیوي لپاره عملیات اړین دي.
ده وویل، حکومت د اڅکزي وژونکو نیولو هڅې ګړندۍ کړې دي. هلته د بلوچستان پولیسو مشر احسن محبوب وايي، د مسلکي کسانو وژنو مخنیوي لپاره نوي اقدامات کوي.
امان الله اڅکزی د چارشنبې پر ورځ د وسله والو په ډزو کې ووژل شو.