د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما د ولسمشرۍ څوکۍ ته د هیلري کلېنټن ملاتړ اعلان کړ


امریکايي ولسمشر باراک اوباما د ډېموکراټ ګوند له خوا د ولسمشرۍ څوکۍ ته د هیلري کلېنټن نوماندۍ ملاتړ کړی دی.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ د ډېموکراټ ګوند له خوا د رسمي نوماندۍ لپاره له بل نوماند برني سینډرز سره تر لیدو وروسته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، دی فکر نه کوي چې بل څوک له هیلري کلنټن د ولسمشرۍ څوکۍ زیاته وړتیا لري.

اوباما وویل، ((نور انتظار نشي کولای چې ووځي او له هیلري کلېنټن سره د هغې په کیمپېن کې ملګرتیا وکړي.)) کلېنټن د اوباما د ملاتړ اعلان هرکلی کړی. هلته برني سینډرز ویلي، خپل کیمپېن ته دوام ورکوي.

سینډرز وویل، د هیلري کلېنټن له خوا د ګوند نوماندۍ ګټلو پر اعلان سربېره به په جولای کې د ډېموکراټ ګوند ملي کنوېنشن ته ورځي او پر ټولو ستونزو به خبرې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG