د لاسرسي ځای

تازه خبر

د محمد علي په جنازه کې ۱۴ زرو کسان ګډون وکړ


شاوخوا ۱۴۰۰۰ خلکو د پنجشنبې په ورځ د نومیالي سوکوهونکي محمد علي د جنازې په لمونځ کې ګډون وکړ.

له ګردې نړۍ څخه مسلمانان د کینټکي ایالت په لويي وېل ښار کې د محمد علي جنازې ته ورغلي ول.

محمد علي د خپلې عقیدې د اتل په توګه هم پېژندل کېده او څو کاله مخکې یې د خپلې جنازې پلان جوړ کړی وو. د نوموړي جنازه د ازادۍ په تالار کې وشوه. دا هغه لوبغالی دی چې پکې نوموړي په ۱۹۶۰ز کال کې د سوکوهنې لومړۍ مسلکي سیالي کړې وه. علي ویلي ول چې هر کس ته باید د ده په جنازه کې د ګډون اجازه ورکړل شي.

همدا لامل وو چې جنازې ته یې، واړه، زاړه، تور، سپین، مسلمانان، یهودان او عیسویان – ټول – ورغلي ول. له سوکوهنې پرته علي د خپل سیاسي فعالیت او د بشري مرستو لپار پېژندل کېده. دی د جون پر درېیمه د ۷۴ کلونو په عمر کې ومړ.

د علي جسد نن په خپل پلرني ښار لويي وېل کې خاورو ته سپارل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG