د لاسرسي ځای

تازه خبر

کواټ کې د وسله والو په نښته کې دوه ولسي کسان وژل شوي


په کواټ کې پر دښمنانو د ډزو او بیا وروسته له پولیسو سره په نښته کې دوه کسان وژل شوي او څلور ژوبل دي.

د کواټ پولیسو ویاند فضل نعیم بېګا ناوخته مشال راډيو ته وویل، پېښه شپې مهال په میروزیو کې شوې.

د ده په خبره، دوه کسانو خپل دښمنان وویشتل او بیا د تېښتې په حال کې ول چې پولیسو محاصره کړل. نعیم وايي، دې کسانو پر پولیسو ډزې وکړې چې پکې دوه پولیسان ژوبل شول.

دی زیاتوي، په ډزو کې دواړه کسان ووژل شول. د دې کسانو او ژوبلو شویو نومونه نه دي ښودل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG