د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کونړ پر بهانده سیند دې برېښنا بندونه جوړ کړل شي


کونړیانو د افغانستان له ولسمشره او له مرستندویه هېوادونو غوښتنه کړې چې د کونړ پر تل بهانده سیند دې برېښنا بندونه ورته جوړ کړي.

کونړیان وايي، دسلما بند په جوړولو د افغان حکومت او د دوست هېواد هند زښته ډېره مننه کوي چې په افغانستان کې یې یوه مهمه او حیاتي پروژه بشپړه کړه او دا یې د پرمختګ پر لوري د هېواد یو ستر ګام وباله.

له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې محمد اسماعیل د سلما بند پر پرانستلو خوښي وښودله چې دا یوه ستره ملي پروژه ده، او د ټول افغانستان لپاره دخېر خبر دی. ده وویل چې د وطن اقتصاد ښه کېږي نو د امنیت ځولۍ هم ورسره پراخیږي.

مولوي شاه جهان وايي، افغانستان د ټولو افغانانوګډ کور دی چې په هر ځاي کې يي د ابادۍ کار کېږي د ټولو وطندارانو په ګټه دی. باید ټول افغانان پرې خوشاله شي. چې د هېواد په هر ګوټ کې یو افغان ته ګټه رسېږي دا ګټه د ټولو ده.

دوی وايي، د کونړ لوی سیند او د پېج سیند په اوږدو کې داسې په لسګونو ځایونه شته چې بندونه پر جوړېدلای شي او په زرګونه مېګا واټه برېښنا ترې ترلاسه کېدلای شي.

دوی د افغانستان له مرکزې حکومت همدا غواړو چې په کونړ کې پریمانه اوبه موجودې دي، دلته دې په سور تاک او نورو ځایونو کې بندونه جوړ کړي. پدغو اوبو د بندونو له جوړیدو سره به ټول هېواد ته ګټه ورسېږي. که غټ بندونه نه شي جوړولی، واړه بندونه دې اباد کړي، له دې سره به داوبو سطحه لوړه شي او شاړې ځمکې به هم خړوبې شي.

کونړیان وايي پخواني ولسمشر، مالیې وزیر او اوسني ولسمشر د کونړ پر سیند دسور تاک او په نورو سیمو کې د بندونو جوړولو ژمنې کړې خو تر اوسه يې یوه هم نه ده عملي شوې او همدا وجه ده چې دسیند اوبه ورته تل د سر او مال زیانونه اړوي خو ګټه ترې نور اخلي.

دکونړ والي وحیدالله کلیمزی وايي ولسمشر غني ورسره ژمنه کړې چې د کونړ پر سیند به د برېښنا یو ستر بند جوړوي.

«ما چې ولسمشر سره دوه ځله ولیدل، په دواړو لیدنو کې مې ترې د انتقالي برېښنا غوښتنه کوله،خو هغه راته ویل چې د کونړ اوبو باندې د بندونو جوړولو کار کې ډېر وړاندې تللی یم، کار پرې روان دی او ډېر زر به د ټول افغانستان او په ځانګړې ډول د کونړ خلکو ته په یاد سیند د یو ستر بند جوړولو زیری او خبر ورکړو.»

خلک وايي دسلما بند باندې د هند هېواد نزدې درې سوه میلیونه ډالر ولګول چې یواځې دوه څلوېښت میګا واټه برېښنا تولیدوی او پنځه اویا زره هکتاره ځمکه به خړوب کړي. که د کونړ پر سیند په هم دې اندازه سرمایه ولګول شي نو د زرو مېګا واټو په شاوخوا کې برېښنا به تولید کړي.

څو کاله وړاندې د اوبو او برښنا وزیر اسماعیل خان په یوه ځانګړې مرکه کې ازادۍ راډیو ته ویلي ول چې د هند هیواد په مرسته يې د کونړ په سیند شپږ داسې ځایونه سروې کړي چې که بندونه پرې جوړ شي نو اوو نیم زره مېګا واټه برېښنا به تولید کړي. چې په برکت به يې هېواد د رڼا کېدو ترڅنګ د پرمختګ په لور ګړندي ګامونه پورته کړي.

راپور : روح الله – انوري

XS
SM
MD
LG