د لاسرسي ځای

تازه خبر

امان الله خان اڅکزي د کوټې لاء کالج جهاني کچې ته رساوه


امان الله خان اڅکزی
امان الله خان اڅکزی

امان الله خان اڅکزي د لندن سټي لاء کالج څخه بار ايټ لاء او د لينکېنز اېن پوهنتون څخه د اېل اېل اېم لوړي زدکړي کړې وې.

لیکنه: خبریال مالک اڅکزی

امان الله خان اڅکزي د حاجي آغا ګل په کور کېيه سترګي روڼې کړې وې، خپلې اولنۍ زدکړې په اسلاميه سکول کې حاصلې کړې وې، بيا د پي ای اېف يا پاکستان ایېر فورس کالج سمنګلي روډ کوټې څخه اېف اېس سي او وروسته يې له ګورنمنټ کالج لاهوره ګرېجوېشن تر لاسه کړی ول۔ له هغه پس امان الله د قانون زدکړې له ذوالفقار علي بوټو پوهنتون کراچۍ څخه حاصلې کړې وې او بيا د لندن سټي لاء کالج څخه یې بار ايټ لاء او د لينکېنز اين څخه يې د اېل اېل اېم لوړي زدکړي پای ته رسولې وې.

امان الله خان اڅکزي اول په کوټه ښار کې د يو فعال وکیل په توګه خپله دنده ترسره کوله، او ورسره به يې په لاء کالج کوټه کې درس ورکاوه۔ نوموړی بیا په ۲۰۱۴م کال د هم دغه کالج پرنسیپل و ګمارل شو او خپله وظيفه يې مخ پر وړاندي بيوله۔

امان الله خان اڅکزي چې د استادۍ پر څنګ يې د وکالت کار ته هم دوام ورکړی و او د های کورټ او سپريم کورټ په سلګونه مقدمې چلولې وې۔ خو د هغه تر ټولو خوښ کار د جهان پر مختللي هېوادونه کتل، له هغو هېوادو خپلې زدکړي تر لاسه کول وو۔ او اوس هم په دغه درشل کې لندن، امريکا، کاناډا، ملايشيا ته تللی و چې د لاء کالج کوټې معيار او کچه د هغو بهرنيو کالجونو او پوهنتونو غوندې لوړه کړي.

امان الله خان اڅکزي به هميشه له خپله جېبه د غريبو او نادارو زده کوونیکو فيس ورکاوه او د هغوی د کتابونو خرڅ به يې هم په خپله غاړه اخيست او له خپلې تنخا څخه به يې د بې وزلو زده کوونکیو مرسته کوله.

د امان الله خان اڅکزي ټاکنه چې د لا کالج پرنسیپل په توګه وشوه نو يو څو خلګو يې پرضد مخالفت ښکاره کړ چې ولې يو کشر ځوان پر دغه دنده وګمارل شو، او د هغه د لا کالج پرنسپل سو، او د هغه ټاکنه یې يو سياسي عمل باله۔ ما چې کله له امان الله پوښتنه وکړه، نو هغه راته مسکی شو "مالک جانه خلګ به خود خبرې کوي، ما خپل تعلیمي اسناد (سي وي) استولي ول او له نورو ملګرو سره یوځای مې انټرويو وشوه، نو که زه پر دغه ځای یو چا غوره وبللم او د خدمت موقع يې راکړه نو مخالفين خو به مې هرومرو خبرې کوي، زه په باور وايم کوم څه چې ما ته را وسپارل شو دغه زما د سندونو، ډګريانو او درسونو په رڼا کې ول نه د بل څه له عمله و"۔

امان الله خان اڅکزي په خپل وکالت کېد غريبو او بې وزلو خلګو لپاره هر وخت بې له څه فيس او هيلې په عدالتونو کې د هغوی مقدمه چلوله، او ويل به يې هغه کسان چې پیسې نه لري او د انصاف لپاره دروازې ټکوي پر موږ حق لري چې خپله مرسته ورسره وکړو.

امان الله خان اڅکزي خپل درسونه او علم د خپلو خلګو پکار راوستلو لپاره هڅې کولې۔ بېخي خاموشه او د ملګرو سره په ډېر خوښ و۔ هغه که څه هم په عمر کم وو خو خپل شاګردان به يې د يو پورته استاد په څېر نه بلکې د يو ملګري غوندې خپلول او په ډېر کم عمر کې يې د لاء کالج معيار لوړولو لپاره ډېر څه وکړل او د لاء کالج زده کوونکي یې په جهاني توګه د پېژندل شویو معياريونو پر بنسټ د جوړولو هڅې کولې۔

هغه چې د خپلو ورڼو کشر ورور وو، خورا پر خپلو ورڼو نازولی و۔ او ما به ليدل چې تر هغه مشرانو وروڼو به په خپله تر کالج او يا تر یو بل دوتره رساوه، او د کوټي پر باچاخان چوک چې يې د خپلوانو دوکان و، نو امان الله خان اڅکزی به د رخصتۍ په ورځ هلته هم خپل ځان حاضراوه۔ ځکه چې هلته به يې د قريبانو او کليوالو خبرې اورېدلې او د هغوي د مرستي لپاره به يې مشورې ورکولې۔

د کورنۍ په وينا، د امان الله خان اڅکزي کورنۍ له هېچا سره هېڅ ځاني دښمني نه لري، او نه د چا پوروړي دي. د هغه کورنۍ ۶۰ کاله وړاندې له خپلې پلرنۍ ضلعي قلعه عبدالله څخه د کوټي ښار په لوېديځ کې آباد دي او ټوله کورنۍ او خپلوان يې يا کاروبارونه کوي او يا دولتي ماموران دي۔

د امان الله خان اڅکزي کورنۍ که څه هم له سياسي ډګره د يو ملتپالي ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټي سره اړيکه لري، خو امان الله د ګوند په چارو کې دومره خاص فعال نه و، او خپله ټوله انرژي يې تعليم او خپلې قانوني دندې ته سپارلې وه. هغه په خبرو ډېر بلد و، او د خپلو وګړو او شاګردانو، قانوني مرسته غوښتونکیو سره به يې خورا په ورين تندي او مدلله توګه خبري کولې۔ او ډېر خلګ يې په ډېر کم عمر کېد ځان ملګري او دوستان جوړ کړي ول۔

امان الله خان اڅکزی نن سهار د چارشنبې په ورځ د جون پر اتمه نېټه خواوشا ۹ بجې له خپله کوره و لاء کالج ته د تلو مهال ناڅرګندو وسله والو په یو برید کې وواژه.

د امان الله خان اڅکزي ژوند لیک خبریال مالک اڅکزي کښلی

XS
SM
MD
LG