د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان پر ملا منصور ډرون برید افغان سولې ته په تاوان وباله


د پاکستان سياسي او پوځي مشرانو په بلوچستان کې د امريکا ډرون الوتکو بريد غندلى، دا يې خپلې ځمکنۍ بشپړتيا او د افغانستان سولې پروسې ته زيان رسوونکى بللى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان جګپوړو سياسي مشرانو سېشنبه د پاکستان پوځ په عمومي قوماندانۍ کې د دغه هېواد د پوځ او استخباراتي ادارې له مشر سره ګډه غونډه کړې او په پاکستان او سيمه کې يې د امنيت په اړه خبرې کړي دي.

د پوځ مطبوعاتي څانګې د دغه غونډې په اړه په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي:

"په دغه غونډه کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف، د ماليې وزیر اسحاق ډار، د بهرنیو چارو سلا کار سرتاج عزیز، د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف او د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرال رضوان اختر په ګډون يو شمېر نورو لوړپوړیو چارواکيو ګډون درلود."

خبرپاڼه کاږي، په دغه غونډه کې سياسي او پوځي مشرانو د پاکستاني پوځ له خوا د "ضرب عضب" په نامه د پوځي عملياتو په ترڅ کې د ترلاسه شويو برياوو او همداشان په سيمه کې د روانو پرمختګونو په اړه بحث کړى دى.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي دفتر د خبر پاڼې په خبره، د پوځ او سیاستوالو تېره مياشت په بلوچستان کې د امریکا ډرون الوتکو بريد په سختو ټکیو غندلى او دا يې د پاکستان پر خپلواکۍ برید بللى دى.

د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په دغه بريد کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور په داسې حال کې وژل شوى و چې تازه له ايرانه پاکستان ته ننوتى او له تفتانه کويټې ته روان وى.

خبر پاڼه د پاکستاني پوځ د مشر جنرال راحيل شريف په حواله کاږي:

"تر دغې دې پېښې سره د پاکستان او امریکا خپلمنځي اړيکيو او همداراز د څلور اړخيزې کومېټې په چوکاټ کې د افغانستان د سولې بهير ته هم زيان رسېدلى دى."

د پاکستان سياسي او پوځي مشرانو تر هغې وروسته غونډه کړې چې د داخله چار وزير چوهدري نثار علي خان په بلوچستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د افغان طالبانو د مشر تر وژل کېدو وروسته اعلان کړى و چې پاکستان ته د ښاغلي نواز شريف تر راستنېدا وروسته به د قومي سلامتۍ د کومټې غونډه راوبلي.

خو په لندن کې د ښاغلي نواز شريف د درملنې له امله د هغه په راتګ کې تر ځنډ وروسته د يادې کومېټې د غونډې پرځاى د سياسي او پوځي مشرانو همدا غونډه د پوځ په مرکز کې راوبلل شوه چې په ګڼو موضوعاتو يې بحث وکړ.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان د سياسي او پوځي مشرانو په دغه غونډۀ کې ددغه هېواد د کورنيو چارو وزير ګډون نه و کړى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG