د مومندوپه ساپو تحصیل کی د سړکغاړی چاودنې درې ولسيوګړي ژوبل کړي دي.
چارواکیو د پېښي پخلی کړی دی او وایي، دغه تنان د ساپو په مسود نومې سیمه کې ټپیان شوي دي.
د سیمې یو اوسېدونکي لال رحمان ساپي مشال راډیو ته وویل چی په ټپیانو کې یو تن ابراهیم نومېږي.
نوموړي زیاتوي، دغه تنان د غرنیو کانونو (درنګونو) لپاره د جوړې اتحادیې غړي ول.
د پېښې زمه واري لا هم هېڅ یو وسله والې ډلې نه ده منلې.