د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ۶۰ ناقانونه ډلو د صدقې، خېرات او فطرانې ټولو بندیز


د پاکستان وفاقي حکومت په ملک کې د لشکر طېبه، سپاه صحابه پاکستان، تحريک طالبان پاکستان، تحريک طالبان سوات او القاعدې پشمول پر نژدې شپېته (۶۰) ناقانونه ګرځول شويو تنظيمونو د روژې په مېاشت کې د صدقې، خېرات او فطرانې په راغونډولو بندېز لګولی دی او ویلي یې دي چې دا تنظيمونه د لوی اختر پر موقعه د څارویو څرمنې هم نه شي راغونډولی.

د داخله وزارت یو چارواکي مشال راډیوته وویل، چې د دې حکومتي ګام مقصد د ناقانونه ګرځول شويو تنظيمونو مالي سرچینې وچول دي.

بلخوا په ملک کې کارپوهان وايي، حکومت له تېرو څو کلونو راهسې د روژې او اختر پر موقعه دا قسمه اعلانونه کوي خو د دې باوجود دا ناقانونه ګرځول شوي تنظيمونه صدقې، خېرات او فطرانې راغونډوي.

د مذهبي او سیاسي چارو نظر لرونکې قبله آیاز وايي چې ناقانونه ګرځول شوي تنظيمونه د روژې او اختر په موقعه له ولسه د صدقې، خېرات او فطرانې په بڼه ډېرې پېسې راغونډوي ځکه چې دا د دې تنظيمونو د آمدن یوه غټه لار ده او حکومت ته پکار ده چې مخنيوی يې وکړي.

د دفاعي چارو کارپوه برېګېډيېر ر سعد محمد وايي که حکومت واقعي غواړي چې له دې ناقانونه تنظيمونو سره مرستې ونه کړل شي نو باید په خپلو اعلانونواو پرېکړو په سختۍ سره لاسپورې کړي.

د ذکر ده چې د تېر لوی اختر په موقعه د کراچۍ پشمول په ټول ملک کې په ناقانونه ګرځول شويو تنظيمونو د څارویو څرمنې په راغونډولو هم بندېز لګول شوی و او یوازې سرکاري راجسټر د خېر ښېګړو ادارو او تنظيمونو ته اجازه وه چې د قرباني شویو څارویو څرمنې ټولې کړي.

احمد الله- مشال راډیواسلام آباد

XS
SM
MD
LG