د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي دا مني چې د نومړي ولایت د استیناف محکمې ریس محمد اکرم نجات او د دغې محکمې ۶ تنه کارکوونکي د وسلوالو مخالفینو په حمله کې وژل شوي دي.
د لوګر والي ویاند سلیم صالح مشال راډیو ته وویل چې محمد اکرم نجات تر حملې څو شیبې مخکې د لوګر ولایت د استیناف محکمې د ریس په توګه معرفي شوی و.
د ښاغلي صالح په وینا په دغه پېښه کې د استینفاف محکمې کارکوونکي او نور ټول ۲۳ کسان ټپيان شوي دي.
سیمه ییز چارواکي وايي چې دغه حمله د دوو کسانو له خوا شوې وه چې دواړه د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
تر دې مخکې د لوګر والي محمد حلیم فدايي دا منلې وه چې حمله کوونکي په پوځي یونفورم کې ول.
وسلوالو طالبانو د حملې مسوولیت منلی دی.
د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دغه حمله کې زیات شمېر قاضیان او څارنوال وژل شوي دي.
څو ورځې مخکې د کابل په باغ داوود سیمه کې هم د طالبانو په یوې انتحاري حمله کې چې د میدان وردګو ولایت د محکمې په مامورینو شوې وه یولس تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي وو.
بل پلو د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې نن د روند سبز یا زرغون بهیر په لسګونو غړو په دې ورستیو کې په کندز کې د وسلوالو طالبانو له خوا د یو شمېر مساپرو د وژنې او یرغمل نیونې په تړاو مظاهر وکړه.
په سیمه کې د مشال راډیو د خبریال د خبر له مخې، مظاهره کوونکو د پاکستان او طالبانو پر ضد شعارونه ورکول او د دغه عمل عامیلینو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کوله.
مظاهره کوونکو دغه شان افغان حکومت هم د خلکو د امنیت د خوندیتوب په برخه کې په نا پامۍ تورن کړی دی.