د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو لپاره کمه بودیجه ټاکل شوې


فایل فوټو
فایل فوټو

د پاکستان په پارلمان کې د قبایلي سیمو استازي وايي د حکومت لخوا د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ مالي کال لپاره اعلان شوې بودیجه کې د قبایلي سیمو لپاره ځانګړې شوې پیسې کافي نه دي.

ساجد حسین توری، د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د کرمې د خلکو استازی وايي اړتیاوو ته په کتلو سره دغه پیسې ډېرې کمې دي.

« د افسوس خبره داده چې موږ هرکال غوښتنه کوو چې زموږ بودیجه دې زیاته شي، خو داسې کله هم نه کېږي.»

همدارنګه د پاکستان په پارلمان کې د قبایلي سیمو نور استازي هم واي چې ترهګرۍ قبایلي سیمې زیاتې ځپلي او د بیا رغونې لپاره یې په زیاته اندازه پیسې پکار دي، خو حکومت د دې باوجود چې نړیوالې مرستې هم په دې مد کې ترلاسه کوي، خو د قبایلو ښې ورځې ته ژمن نه دی.

د پاکستان د خزانې وفاقي وزیر اسحاق ډار د جمعې په ماښام اعلان وکړ چې د قبایلي سیمو د کډوالو د بحالۍ، د خلکو د کورونو د بیا ودانۍ، امنیت او د پرمختګ کارونو لپاره یې په مجمعوي ډول ۱۰۰ اربه روپۍ بیلې کړې دي.

XS
SM
MD
LG