د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په کلنۍ بودیجه کې تر پرمختیايي کارونو دفاع ته زیاتې پېسې اېښودل شوې دي


پاکستان: په کلنۍ بودیجه کې تر پرمختیايي کارونو دفاع ته زیاتې پېسې اېښودل شوې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:13 0:00

اسلام اباد: د پاکستان د خزانې وزيراسحاق ډار د جمعې په مازيګز د دې هېواد د۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ مالي کال لپاره د ۴۳ کربه او ۹۴ اربه روپۍ بجټ وړاندي کړ. په بجټ کې د پرمختيايي کارونو لپاره ۸۰۰ او د دفاع لپاره ۸۶۰ اربه روپۍ مختص کړل شوي دي. د پخوانیو – ريټايرډ – وفاقي ملازمينو په پنشن کې لس فيصده زياتوالی شوی دی. د بجټ وړاندې کولو پر وخت اسحاق ډار وويل، د قبايلي سيمو د بې کوره کړل شوو کسانو لپاره هم پيسې بېلې کړل شوې دي. اسحاق ډار وویل ، د پوځي عملياتو له وجې په عارضي توګه بې کوره کړل شوي کسان د هېواد په بيلا بيلو برخو کې ژوند کوي. په دې اړه د سیراج ظهیر ویډیويي راپور ورګورئ.

XS
SM
MD
LG