د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: د شام محاصره شوو سیمو ته مرستې رسول غواړي


ملګري ملتونه به د جون پنځمه د شام له حکومته رسمي غوښتنه وکړي چې محاصره شویو سیمو ته له الوتکو د مرستې موادو ورغورځلو اجازه ورکړي.

د ډیپلوماټانو په وینا، نړیوالو قدرتونو د شام هغو سیمو ته چې رژیم يې ځمکنۍ لارې بندې کړي، له فضا د مرستې رسولو غوښتنه کړې ده .

د ملګرو ملتونود مرستندویه ادارو مشر سټیفن او براین د جمعې په ورځ د دې سازمان امنیت شورا ته وویل چې داسې عملیات د دمشق اتفاق ته ضرورت لري.

هغو ډیپلوماټانو چې د بندو دروازو شاته په دې غونډه کې وو، څرګنده کړې چې د مرستو دا پلان سمدستي نه دی او د دمشق ځواب ښايي وخت واخلي.

د شام حکومت تیره اونۍ اعلان کړی وو چې په روانه میاشت کې به لږ تر لږه ۳۶ سیمو ته چې سخت جنګ پکې روان دی دا مرستې پرېږدي.

ملګري ملتونه اندازه لګوي چې نژدې شپږ لکه کسان په شام کې تر محاصرې لاندې سیمو کې اوسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG