د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د ولسمشرۍ وړ کس نه دی. هېلري کلنټن


د امریکا ډېموکراټ ګوند له خوا د ولسمشرۍ څوکۍ د نوماندۍ ځغل مخکښې هیلري کلېنټن د رېپبلېکن ګوند له خوا خپل سیال ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره ناموزون بللی دی.

نوموړې تېره ورځ وویل، ټرمپ ((مزاجاً)) د ولسمشرۍ څوکۍ ته ((وړ کس )) نه دی او د بهرنیو چارو تګلارو په اړه داسې نظرونه لري چې تر ((خطرناک حده نامربوطه)) دي. نوموړې د بهرنیو چارو تګلارې په اړه په وینا کې وویل، ټرمپ (د امریکا او نړۍ په اړه پوهاوی نه لري.))

دې وویل، ټرمپ به د امریکا ګټو ساتلو او له نورو هېوادونو لکه چین او روسیې سره د چارو پر مخ وړلو وړتیا ونلري چې اکثر د امریکا ((ضد کارونه)) کوي. دې وویل، ((که ډونلډ ټرمپ بریالی کېږي نو په کرېملېن کې به جشن ولمانځل شي.))

د دې په ځواب کې ټرمپ پر خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي، ((هېلري کلېنټن باور له لاسه ورکړی)) ځکه چې د بهرنیو چارو وزیرې په توګه ((زښته ناکامه)) شوې وه. ده زیاته کړې، ((خلک به د څلورو نورو کلونو بې کفایتۍ یا نااهلۍ اجازه ورنکړي.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG