د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندز کې د برمته و مساپرانو لټون روان دی


د کندوز چارواکي وايي، د هغو خلکو لټون هڅې روانې دي چې څو ورځې مخکې وسله والو طالبانو یرغمل کړي ول.

د کندوز والي دفتر مشر محمد اسماعیل مسوول تېر ماښام مشال راډیو ته وویل، په دې لړ کې امنیتي ځواکونو ۱۰ مشکوکه کسان نیولي دي. ده زیاته کړه، په تښتول شویو کې ۱۶ مساپران لا هم ورک دي.

وسله والو طالبانو پر سې شنبه یا نهې د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې څلور مساپر وړونکي موټر ودرول، په هغو کې یې یو شمېر کسان ووژل او نور یې یرغمل کړل. طالبان وايي، د افغان امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۲۶ غړي یې نیولي چې په ساده جامو کې یې سفر کاوه. خو د کورنیو چارو وزارت دا ادعا ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG