د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پر افغان وګړو د ویزې شرط پاکستاني پوځ لګولی دی'


په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر وایي پاکستان ته د تلونکیو افغانانو لپاره د ویزې شرط لازمي ګرځولد پاکستان حکومت نه بلکې د دغه هېوادپوځ لګولی دی.

حضرت عمر زاخېلوال دا خبره د چارشنبې ورځ له ازادۍ راډيو سره کړې او نن پر دویمه ورځ هم پاکستاني چارواکي د طورخم په پوله يوازي هغو افغانانو ته پاکستان ته د داخلېدو اجازه ورکوي چې ورسره د سفر قانوني اسناد وي.

حضرت عمر زاخیلوال وايي،چي په دې اړه يېد پاکستان پوځ مشر ته لیک استولی دی او له راحیل شریفه یې غوښتي دي چې په سرحدي سیمو کې د ویزې لانجه په خبرو هواره کړي.

بلخوا د خېبر ایجنسۍ پولیټیکل چارواکو نن سهار (پنجشنبه) مشال راډيو ته ویلي دي چې نن هم پر تورخم دروازه د پاکستان امنیتي ځواکونو د پرون غوندې د افغان وګړو سفري اسناد کتل، او یوازې هغه افغان وګړي یې ورپرېښودل چې پاسپورټ او ویزا ورسره وه او نور یې ستنول.

د تورخم چارواکي وایي چې کسټم روان دی او مال وړونکي ګاډي افغانستان ته وراوړي، خو د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د خلکو د نه ورتګ له وجې د تورخم پر ټرانسپورټ اډه ،هوټلونو او کاروباري مرکزونو باندې ډېر اثر پرېوتی دی او دې غاړې ته د پخوا غوندې ګڼه ګوڼه نه لیدل کېږي.

XS
SM
MD
LG