د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروان کې درې مرستندویه کارمندان وژل شوي


د افغانستان په پروان ولایت کې وسله والو د یوې غير حکومتي امدادي ادارې درې کارکوونکي وژلي دي.

د راپورونو له مخې بریدګرو د چارشنبې ورځ تر غرمې وروسته د فوکس په نوم د دغي ادارې پر کارکوونکیو د پروان په شیخ علي ولسوالي کې ډزې وکړې.

باختر دولتي اژانس د شیخ علي د ولسوال نور اقا سامع په وینا خبر ورکوي چې برید کوونکیو یوه ښځه او دوه نارینه چې د فوکس کارکوونکي ول، ووژل او له له سیمې وتښتېدل.

تر اوسه چا د پیښې پړه نه دی منلی. خو د پروان چارواکي طالبان تورنوي چې دا کار یې کړی دی.

فوکس امدادي اداره د افغانستان په ځینو سیمو کې د روزنې په برخه کې کار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG