د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغانستان په لر بر کې ۹۹ وسله وال وژل شوي'


د افغانستان دفاع وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې۲۱ عملیاتونه کړي چې پکې ۹۹ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۶۰ تنه نور ټپيان دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن د حکومت د ویاندویانو په ګډه غونډه کې وویل چې په دې عملیاتو کې چې په شپاړسو ولایتونو کې شوي درې یې د شپې له خوا شوي او ډیری یې کمانډو ځواکونو کړي دي.

( زموږ د کمانډو سرتېرو ۱۸عملیاتونه په ۲۱ ولایتونو کې کړي دي. نهه نوي وسله وال مخالفین وژل شوي او شپیته نور یې ټپیان دي.)

ښاغلي وزیري وویل چې په ټولو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیات روان دي او تر هغو به دوام کوي چې وسله وال مخالفین مات نه شي.

وسله والو طالبانو د ور اورښتې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG