د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراقي ځواکونه فلوجه کې د داعش ځوابي برید ته مخامخ شوي


د عراق پوځي افسران وايي، هغه حکومت پلوي ځواکونه چې د فلوجه ښار د بیا نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي ، ددې ښار په جنوب کې د داعش د ځوابي برید سره مخامخ شوي دي.

عراقي پوځیان وايي، د داعش له لورې دا څلور ساعته حمله د نوایمیه په سیمه کې پرون سهار وختي (سېشنبه) پیل شوه . دا هماغه سیمه ده چیرې چې یوه ورځ مخکې ترې د عراق پوځ پر فلوجه بريد پیل کړی و.

د فلوجه د عملياتو مشر، جنرال عبدالوهاب الساعدي وايي په دې برید کې د داعش خوا او شا سلو وسله والو برخه درلوده چې اويا يې وژل شوي دي.

نوموړي د خپلو پوځيانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

د عراق سرښار بغداد څخه پنځه اويا کيلو مټره لري، فلوجه ښار له دوو کلونو راهیسې د داعش وسله والې ډلې تر کنټرول لاندې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG