د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د نواز شریف د زړه عملیات په کامیابۍ ترسره شوي'


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف کورنۍ وايي د بریتانیا په لندن کې د نوموړي د زړه کامیاب عمليات ترسره شو.

شپږ شپیته کلن نواز شریف په تیرو پنځو کلونو کې دوه واره د زړه لوی عملیات کړي.

د نوموړي لور مریم نواز پرون په خپل ټویټر پیغام کې وویل چې د وزيراعظم حالت اوس ښه دی.

مریم نواز له دغه پیغام سره د نواز شریف یو تصویر هم خپور کړی چې پکې هغه د هسپتال په کټ کې پروت دی.

تمه کیږي چې نواز شریف به په هسپتال کې خوا اوشا یوه هفته پاتې وي او د سفر جوګه کېدو وروسته به پاکستان ته ستنيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG