د لاسرسي ځای

تازه خبر

'تر ټولو زیات غلامان په پاکستان، هند او چین کې دي'


په نړۍ کې د غلامۍ په اړه درېیمه نړیواله سروې چې د نهې په ورځ خپره شوه، وايي، په نړۍ کې خوا او شا شپږ څلوېښت میلیون خلک د غلامۍ ژوند تېروي.

د ۲۰۱۶م کال د غلامۍ نړېواله څېړنه چې د (واک فري فاونډېشن) په نوم د بشري حقونو یوې اسټرالوۍ مېشتې ډلې خپره کړه، وايي، هندو هغه هېواد دی چې پکې د غلامۍ ژوند تېرونکیو کسانو شمېر تر ټولو زیات دی. د څېړنې له مخې په شمالي کوریا کې بیا غلامي تر ټولو زیاته ده.

په دغه څېړنه کې ویل شوي دي چې له یوې اندازې سره سم۴۵.۸ میلیون خلک په څه نا څه ډول د غلامۍ په یوه جدیده بڼه ژوند کوي.

په دغه څېړنه کې د ۱۶۷ هېوادونو درجه بندي شوې ده چې د آبادۍ له تناسب سره د غلامۍ اندازه پکې لګول شوې ده.

په څېړنه کې شمالي کوریا، ازبکستان، کمبوډیا، هند او قطر د ابادۍ له تناسب سره هغه هېوادونه ښودل شوي چې غلامي پکې تر ټولو زیاته ده.

بیا هند، چین، پاکستان،بنګله دېش او ازبکستان په جدید شکل کېپه مطلق ډول د تر ټولو زیاتو غلامانو لرونکي هېوادونه دي. په دغو هېوادونو کې د هغو مصنوعاتو په جوړولو کې له مزدورانو نه په ډېر کم اجرت کار اخیستل کېږي چې د مغربي یورپ، جاپان، شمالي امریکا او اسټرالیا بازارانو ته لېږدول کېږي.

هغه هېوادونه چې د ابادۍ له تناسب سره پکېتر ټولو کمه غلامي ده، لګزمبرګ، آیېرلېنډ، ناروې، ډنمارګ، سویټزرلېنډ، اسټریا، سویډن، بېلجیم.،امریکا، کېنېډا، اسټرالیا او نیوزي لېنډ دي.

د دغو هېوادونو اقتصاد مضبوط دیاو د حکومتي ګامونو له پلوه تر ټولو ښه ګڼل کېږي. هغه هېوادونه چې د غلامۍ د جدید شکل خلاف تر ټولو زیات ګامونه پورته کوي، نیدرلېنډ، امریکا، بریتانیا، سویډن، اسټرالیا، پرتګال، کرویشیا، سپین، بېلجیم او ناروې دي. په دغو هېوادونو کې سیاسي لېوالتیا زیاته او وسایل کافي دي. بیا د دې برعکس شمالي کوریا، ایران، ایریټریا، هانګ کانګ، مرکزي جمهوري افریقا، ګني، کانګو او جنوبي سوډان هغه هېوادونه دي چې د جدیدی غلامۍ خلاف تر ټولو کم ګامونه اخلي.

XS
SM
MD
LG