د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومند: دوو چادونو دوه سرتېري وژلي دوه ژوبل


نن سهار (نهې ورځ) د مومندو قبايلي سيمي په بايزو او لاتي کېمپ کې په دوو بېلا بېلو چاودنو کې دوه امنيتي سرتېري وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

د چارواکو په خبره لومړۍ چاودنه د بره مو مندو له صفدر تلاشي چوکۍ سره نيږدې شوې چې د ملېشه ځواک دوه سرتېري یې ووژل.

بله چاودنه د کوزو مومندو په لاتي کېمپ سيمه کې شوېچې د یوې پوځي تعمیراتې ادارې (فرنټیېر ورکس ارګنایزېشن) دوه کارکونکي یې ژوبل کړي دي.

د دغه پیښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG