د لاسرسي ځای

تازه خبر

سلیم: حزب اسلامي به یوه اوونۍ کې خپل نظر وړاندې کړي


د افغانستان سولې عالي شورا شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم
د افغانستان سولې عالي شورا شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم

د افغانستان سولې عالي شورا هغه خبرې ردوي چې ګنې د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو پر سر اختلافي موارد موجود دي.

د دې شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم نن ازادۍ راډيو ته وویل چې له حزب اسلامي سره شوې هوکړه پرخپل ځای ده او ښايي تر راتلونکې یوې اوونۍ پوري حزب اسلامي رسما خپل نظر له دوی سره شریک کړي.

خو تردې وړاندې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ویلي ول، له افغان حکومت سره یې د سولې خبرې روانې دي، خو لا یې هم پر ځینو ناندریزه مسایلو جوړجاړی نه دی شوی.

د حکمتیار مرستیال او د حزب اسلامي سرپرست محمد حکیم حکیم ازادۍ راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې یوه لانجمنه مسله له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش دی.

ښاغلي حکیم وویل چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره باید یو د منلو وړ مهالوېش جوړ کړل شي.

حزب اسلامي تېره اونۍ له حکومت سره د پخلاینې پر یوې لومړنۍ طرحې موافقه وکړه.

ویل کيږي چې دا طرحه ولسمشراشرف غني او د حزب مشر ګلبدین حکمتیار ته د کتنې لپاره استول شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG