دا خبره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله چې ویل کېږي په افغانستان کې دی، د په نښه کولو لپاره تر اوسه څه کړي دي؟
اسلام اباد له هغه وروسته چې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې ډرون په حمله کې ووژل شو، پر واشنګټن د دې حملې په خاطر انتقاد وکړ او هغه یې پر خپل ملي حاکمیت تېری وباله.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر د تېرې جمعې په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې د یوه پاکستاني خبریال دا پوښتنه چې امریکا د تحریک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله د نیولو لپاره تر اوسه څه کړي بې ځوابه پرېښوده.
ښاغلي ټونر زیاته کړه:
"دا څرګنده ده چې موږ له افغانانو سره په افغانستان کې له نژدې خپله همکارۍ مخ ته وړو او هغه به دوام وکړي خو له پاکستانه هم غواړو چې د ترهه ګرو، په تېره بیا د طالبانو مشرانو ځپلو لپاره اقدام وکړي."
پاکستاني چارواکي وایي، د تحریک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله په ۲۰۰۷ میلادي کال چې د پاکستان پوځ د هغه په قوي مرکز سوات کې عملیات وکړل، افغانستان ته تښتېدلی او له هغه مهاله راهیسې په کونړ ولایت کې یوځای پټ دی.
د پاکستان دفاع وزیر ورته تور بیا ولګاوه چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټنځایونه لري خو نړیوال یې پرضد اقدام نه کوي.
یوې پاکستانۍ ورځپاڼې تېره ورځ د خواجه اصف له قوله وویل چې وايي، د تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې مرکزونه لري او د امریکا په ګډون هېڅ نړیوال قدرت د هغو پر ضد اقداماتو ته لیوال نه دی.
خو د افغانستان جمهوري ریاست د خواجه اصف دغه ادعا رد کړه.
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادۍ راډیو ته وویل، د ترهه ګرو په اړه د افغانستان حکومت دریځ واضح دی او هغه دا چې ترهه ګر ښه او بد نه لري او زیاتوي چې هېواد یې په هېڅ توګه د ترهه ګرو ملاتړ نه کوي.