د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا ګورنر وايي قبایلي سیمو ته به ټولې اسانتیاوې ورکوي


د پښتونخوا ګورنر وايي قبایلي سیمو ته به ټولې اسانتیاوې ورکوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:04 0:00

د پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا جنوبي وزیرستان ته د خپلې دورې پرمهال په مکین کې د لوبو د میدان، سکول او د ماشومانو د پارک او په لدا کې د نیوي سرکاري کالج پرانیسته هم وکړه.نوموړي د دورې پر مهال وویل: « دا مې وعده ده چې زه تر کومې په واک کې یمه نو خپلو قبایلي ماشومانو ته به تعلیمي اسانتیاوې برابروم او د تعلیم کچه به سلو ته پورته کوم. هر ماشوم ته به په خپل مېز یو کمپیوټر پروت وي او دوی به په امن کې خپلو ذدکړو ته ادامه ورکوي. » ګورنر زیاته کړه چې په سیمه کې د پرمختیايي کارونو نه رضا دی او ډېر زر به په نورو پرمختیايي پروژو هم کارونه پيل شي. « دلته چې کوم ترقیاتي کارونه وشول، مثال یې نه لیدل کېږي. دلته اوس د ښاري سیمو نه هم په زیاته پیمانه ترقیاتي کارونه کېږي. په تعلیمي میدان کې هم ښه پرمختګ روان دی چې ښې نتیجې به یې مخې ته راشي. » د مشال خبریال سیلاب محسود پرې ویډیويي راپور جوړ کړی.

XS
SM
MD
LG