د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د داعش فعالیت کم شوی دی


د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې فعالیت تر پخوا ډیر محدود شوی دی.

د اچین ولسوال وایي، په ولسوالۍ کې هره ورځ پر داعش ډلې حملې کیږي او د ورځې یې تر پنځو زیات کسان وژل کیږي.

غالب مجاهد تيره ورځ مشال راډیو ته وویل، پر دې سخت دریځه ډلې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه اغیزمن تمام شوې دي.

د ده په خبره د دې ډلې د روزنې ټول مرکزونه ویجاړ شوي دي او زور او قوت يې بیخي ختم شوی دی.

تیر کال په اچین کې داعش وسله والې ډلې پراخ موجودګي درلوده چې هلته یې له افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو سره سختې جګړې هم وکړې.

د اچین ولسوال وایي، داعش ډلې ته یې د ځوانانو د ګمارنې مخه هم نیولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG