د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په ټول ملک کې په يوه ورځ د روژې نيولو او اخترونو کولو قرارداد منظور کړی.
دا قرارداد د جمعې په ورځ د حکومت اتحادي ګوند جماعت اسلامي وړاندې کړ. په دې کې غوښتنه شوې چې د پيښور، چارسدې ، صوابۍ او نورو سيمو ځاي رويتي هلال يا د مياشتې کتو کمېتۍ دې ځان د مرکزي رويتې هلال کميټۍ د پريکړو پابند کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ځايي کميټيانو له وړاندې ويلي چې که یې مياشت وليده نو روژه به نيسي او که د څه وجې مياشت ونه ليدل شوه نو د جون پر اتمه به روژه نيسي.
ياده دې وي چې له څو کلونوراهيسې د خېبر پښتونخوا رويتي هلال کميټيانو او مرکزي حکومت په يوه ورځ د روژې نيولو او اخترونو کولو اعلان نه دی کړی.