د لاسرسي ځای

تازه خبر

نثار: غیر قانوني اسناد جوړونکو چارواکو ته به د ۱۴ کالو بند سزا ورکوو


چوهدري نثار علي خان
چوهدري نثار علي خان

د پاکستان حکومت ویلي چې کوم حکومتي چارواکي د غیر قانوني اسنادو په جوړولو کې ککړ ومیندل شو نو د ۱۴ کالو بند سزا به ورکړل شي.

اسلام ابد: د پاکستان حکومت ویلي چې کوم حکومتي چارواکي د غیر قانوني اسنادو په جوړولو کې ککړ ومیندل شو نو د ۱۴ کالو بند سزا به ورکړل شي.

دا څرګندونې د پاکستان د کورنېو چارو وزير چوهدري نثار علي خان د جمعې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې کړې دي.

چوهدري نثار علي خان ويلي ، که چېري غیر قانوني اسناد لرونکي خلک خپل اسناد په دوو میاشتو کې حکومت ته وسپاري نو پر ضد به یې ګامونه نه اخیستل کېږي.

خو د ده په خبره که له دوو میاشتو وروسته څوک ونيول شول نو د اووه کالوقيد سزا به ورکړل کيږي.

د کورنېو چارو وزير زیاته کړه چې پر نیوکو سره بېره به په شپږو میاشتو کې دننه د ټولو شناختي کارډونو له سره جاج اخیستل کېږي.

چوهدري نثار علي خان دا څرګندونې له هغه وروسته کړې دي چې د مې پر ۲۱مه نېټه د افغان طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته په ډاکه شوه چې هغه پاکستاني اسناد درلودل.

په بلوچستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې له وژل شوي ملا اختر محمد منصور سره د ولي محمد په نامه پاکستانی شناختي کارډ او پاسپورټ موجود وو.

چوهدري نثار علي خان ويلي ، یوازې د ولي محمد مسله نه ده بلکې د ده په وینا ، تر دې لا هم لوی مسلې شتون لري.

XS
SM
MD
LG