د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د فاټا اييني حېثيت به ډېر ژر بدل شي"


"د فاټا اييني حېثيت به ډېر ژر بدل شي"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:18 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان د قبایلي سیمو استازي وايي چې ډېر ژر به د فاټا اوسنی حيثيت بدل شي. له خېبر اېجنسۍ قبايلي سيمې څخه د پاکستان قامي اسمبلۍ ته منتخب غړي حاجي شاجي ګل نن مشال راډيو ته وويل چې د فاټا منتخب استازو درې نکاتي اېجنډا جوړه کړې چې له وفاقي حکومته غوښتنه پکې شوې چې د فاټا ولس دې خپلواکه جوړ کړي او د پاکستان د سپريم کورټ د کار دايره دې تر قبايلي سيمو وغځول شي. د فاټا د ايیني حېثیت بدلولو لپاره د حکومت لخوا جوړې شوې اصلاحاتي کمېټۍ د اووو واړو قبايلي اېجنسيانو دورې بشپړه کړي دي. اوس به د فاټا پارليماني غړي هم خپلې سپارښتنې يادې کمېټۍ ته درکوي چې تر هغه وروسته به بيا يو پرېکړه کيږي.

XS
SM
MD
LG