د کراچۍ پوليسو وياند قمرزېب ستي وايي چې د جمعې په شپه د ښار بېلا بېلو سيمو کې څلور کسان وژل شوي دي چې پکې دوه شيعه وګړي او يو پوليس سرتېری هم شامل دي
د پوليسو په وینا چې د ښار په ملير جعفر طيار سوسايټي سيمه کې نامعلومه وسله والو تر کور دباندې پر ناستو کسانو ډزې کړي چې پکې دوه کسان وژل شوي او يو ژوبل شوی دی.
د دغه دوه کسانو په اړه متحده قامي مومنټ ګوند وايي چې د دوی کارکنان وو او پېژندګلو يې د عاصم او امير حېدر په نومونو شوې ده
بل اړخ ته نوې کراچۍ سيمه کې هم د يو پوليس اهلکار درې ورځنی زوړ مړی ترلاسه شوی دی.
د پوليسو وياند وايي چې د مومن اباد سيمه کې هم يو ۲۲ کلن ځوان عمرخان نامعلومه کسانو وژلی دی.