د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګیاڼی مشال راډيو ته ویلي چې د جمعې ورځې له غرمې مخکې د مرکز جلال اباد ښار دریمې ناحیې په سیمه کې په یوه ریکشه کې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو د چاودنې د کوټ ولسوال حاجي سیدرحمن روغ ووت .
نوموړی وایي چې د کوټ ولسوال له سیمې د تېریدو په حال کې و چې په ریکشه کې ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو چاودنه وکړه .
دی وایي په دې چاودنه کې هیچا ته زیان نه دی اوښتې.