د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د ملا اختر منصور ځای ناستي ټاکلو په اړه غونډه کړې


رپورټونه وايي، د افغان طالبانو لوړپوړو مشرانو د نوي مشر ټاکلو په موخه غونډه کړې ده.

د طالبانو دوو لوړپوړو چارواکو د دوشنبې پر ماښام رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا غونډه تېره ورځ شوې چې پکې د ملا اختر محمد منصور تر وژنې وروسته د هغه ځای ناستي ټاکنې په اړه خبرې شوې دي.

د دې دوو طالبانو نومونه نه دي ښودل شوي خو وايي،طالبانو یو ۱۰ کسیز پلاوی ټاکلی چې دا معلومه کړي چې ملا اختر منصور څنګه د شنبې یا خالي پر ورځ په بلوچستان کې په امریکايي ډرون برید کې ووژل شو.

طالبانو لا په رسمي ډول د خپل مشر وژنې تصدیق نه دی کړی خو امریکايي ولسمشر باراک اوباما تېره ورځ د ملا منصور وژنې پخلی وکړ. تر اوسه دا نه ده معلومه چې طالبانو چېرې د نوي مشر ټاکلو په اړه غونډه کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG