د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان وايي په بروکسل کې یې غوښتنې ومنل شوې


د افغانستان د ماليې وزیر وايي د وارسا او بروکسل غونډو لپاره یې غوښتنې په لومړنیو ناستو کې منل شوي دي.

اکلیل حکیمي نن د ولسي جرګې استماعیه غونډې ته وویل چې افغان حکومت تر ۲۰۲۴ میلادي کاله پورې د نړیوالو مرستې جلب ته هڅې پیل کړي او په دې لړ کې یې ښه پلان جوړ کړی.

د مالېې وزیر اکلیل حکیمي وايي چې د دغو غوښتنو په بدل کې نړیواله ټولنه د افغان حکومت څخه څلورکلنې انکشافي او د فساد ضد عملې طرحې غواړي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې که افغان حکومت هم نړیوالې ټولنې ته د فساد ضد ورکونکي ژمنې عملي کړي دا مرستې به له پخوانیو هغو ګټورې تمامې شي.

ټاکل شوې چې د وارسا غونډه په راتلونکې جولای میاشت کې جوړه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG