د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني تهران ته ولاړ


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د قطر له دوه ورځني سفر وروسته نن تهران ته سفر وکړ.

ارګ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر غني به په تهران کې د چابهار بندر ترانزیتي او ترانسپورتي درې اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک کړي.

ټاکل شوې چې ولسمشر غني نن د ایران له ولسمشر حسن روحاني، د هند له صدراعظم نراندرا مودي او د ایران له یوشمیر لوړ پوړو چارواکو سره به خبرې اترې وکړي.

افغان چارواکي هیله لري چې د چاه بهار بندر له رغونې سره به پر کراچۍ بندر د افغانستان اتکا پای ته ورسیږي او افغان سوداګر به د سوداګرۍ د اړیکو لپاره یوه متبادله لاره ولري.

د چارواکو په وینا د چاه بهاربندر له لارې تجارتي مالونه په هر کانټینر کې له ۵۰۰ تر سلو ډالرو پورې ارزانه تمامیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG