د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما د ملا اختر منصور وژنې پخلی وکړ


امریکايي ولسمشر باراک اوباما د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وژنې پخلی کړی دی.

د مې پر ۲۳مه د ولسمشر له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي: د طالبانو مشر ملا اختر منصور له مرګ سره ((موږ د یوه داسې سازمان مشر لرې کړ چې پر امریکايي او اېتلافي ځواکونو یې د حملو پلانونه جوړول او بریدونه یې کول او د افغانانو پر ضد یې جګړه کوله.))

بیان طالبانو ته په اشاره ویلي چې د ((القاعدې په څېر له سختدریځه ډلو سره )) متوازي درېږي.

فغان چارواکي وايي ملا اختر محمد منصور د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوى دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر دې حملې انتقاد کړى او د پاکستان د حاکميت له حق څخه يې سرغړونه بللې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG