مجلس وحدت المسلمين د شيعه ګانو د وژنې پرضد په پېښور کې احتجاجي کېمپ لګولی.
د شيعه ګانو يادې ډلې وايي چې په خېبر پښتونخوا کې د موجوده حکومت تر راتلو وروسته په هدفي بريدونو کې د دوی د غړو وژل زیات شوي دي..
د ياد کېمپ مشر سيد اظهر علي شا د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې حکومت دې په ټول ملک کې د دوی وژنه بنده کړي.
د خېبر پښتونخوا د پوليسو يوه چارواکي نن (شنبه) مشال راډیو سره خبرو کې ومنله چې په دې وروستېو کې د شيعه ګانو هدفي وژنه زياته شوې دي او دوی به يې ډېر ژر مخنيوی وکړي.