د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس: له افغانستان سره د سولې بهیر په راوستو کې همکاري کوو


د ایټرټاس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې ماریا زخاروا له خولې ویلي ، که چیرې د افغانستان د ملي ګټو سره په مخالفت کې نه واقع کیږي نو دا هیواد چمتو دی چې د وسلوالو طالبانو په وړاندې د بندیزونو د کمولو په مسله کې نرمي وښايي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې په افغانستان کې امنیتي وضیعت په ځانګړې توګه په شمال کې د طالبانو له خوا د یو شمیر سیمو نیول د اندېښنې وړ بللي دي .

ایټرتاس خبري اژانس د زخاروا له خولې وايي، روسیه چمتو ده چې په افغانستان کې د سولې د بهیر په پیاوړتیا کې مرسته وکړې ، خو نوموړې دا نه دي ویلي چې پر طالبانو د روسیې د بندیزونو کمول د افغانستان د سولې په بهیر کې څه ډول مرسته کولی شي.

د اینټرفاکس خبري اژانس بیا د بل روسي ډیپلومات ضمیر کابلوف له خولې ویلي چې د اسلامي حزب او افغان حکومت تر منځ سیاسي او پوځي جوړجاړی به د افغانستان په اوسني وضیعت کې کوم بدلون رامنځ ته نه کړي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG