د لاسرسي ځای

تازه خبر

بغلان: چاودنې د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي


په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ څلور غړي د پنجشنبې په ورځ د ماین په چاودنه کې ووژل شول.

د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان محب الله کوهستاني مشال راډیو ته وویل چې دا چاودنه پرون شپه شوې او ټول ولسي وګړي پکې وژل شوي دي.

د کوهستاني په وینا په وژل شوو کې پینځه ماشومان او دوې ښځې دي، درې ماشومان په دې پېښه کې زخمیان شوي دي.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قوماندان د چاودنې پړه د حکومت پر مخالفو وسله والو ډلو ور اچولی دی.

ډاکترانو ویلي چې د دوو زخمیانو حالت ډېر نازک دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG