د خېبر پښتونخوا روغتیايي چارواکي وايي، د چارشنبې په ورځ د صوبې بنون ضلعې په غوريواله يونين کونسل کې یوه نهه میاشتنې ماشوم محمد ګوزڼ ناروغۍ وهلې او وروسته مړ شوی دی.
د صحت محکمې چارواکي وايي،له دې نوی ثبت شوی ماشوم سره په دغه ضلع کې د ګوزڼ د ناروغانو شمېر درېو ته رسېږي.
دوی زیاته وي،د محمد کورنۍ خپلو ماشومانو ته د ګوزن ضد د څاڅکو ورکولو انکار کړی وو.
د بنون ضلعي خطيب مفتي عبدالغني ايډوکیت مشال راډیو ته وویل، پر هغو کورنيو غږ کړی چې خپلو ماشومانو ته دغه څاڅکې نه ورکول ګناه ده.
د صحت محکمي چارواکي وایي، په بنون او شاوخوا سيمو کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد د څاڅکو نه ورکولو کورنيو شمېر ډېره زیاته ده.