د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سرپل کې سېلاوونو ۲۰ تنه وژلي


د افغانستان د سرپل ولایت چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د سېل د جاري کېدو په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژلي دي.

د سرپل د والي ویندوی ذبیح الله اماني د چارشنبې په ورځ وویل چې دا کسان د سرپل د کوهستانات په جنوبي ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

د ده په وینا د سېل له کبله ۲۲ تنه ژوبل شوي او یو شمېر کورونه نړېدلي دي.

اماني دا هم وویل چې د سېل ځپلې سیمې یوه برخه د دولت د وسله والو مخالفانو په کنترول کې ده.

د سیمې قومي مشرانو له غیر حکومتي موسسو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG